د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، ایران به ډېر ژر د شانګهای د همکارۍ د سازمان دایمي غړی شي.
سرګي لاوروف پرون وویل، د ایران د غړیتوب سند به د سې شنبې په ورځ د ټولو غړیو له لورې لاسلیک شي.
روسیه، چین، هند، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، تاجکستان او اوزبکستان د شانګهای سازمان دایمي غړي هېوادونه دي.
ایران د افغانستان په څېر د دې سازمان څارونکی غړی و.