د هلمند په کجکي کې دوه کسان اوبو وړي

د هلمند د کجکي ولسوالۍ یوه څنډه

په هلمند کې د طالبانو چارواکي وايي، چې په کجکي ولسوالۍ کې دوه کسان اوبو وړي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه بیان کې ویلي، د کجکي ولسوالۍ د مرکز په تنګي سیمه کې نن یو پنځلس کلن هلک په سیند کې د لمبېدو پرمهال اوبو وړی او مړ شوی دی.

بیان زیاتوي، چې پرون هم په دې ولسوالۍ کې یو تن د سیند اوبو وړی او تر اوسه یې مړی نه دی موندل شوی، خو بیان یادونه کوي چې د مړي د موندلو لپاره د چارواکو او خلکو هڅې روانې دي.