شنکر: هند به افغانستان ته خپل سفير ونه لېږي

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې نوې ډیلي به افغانستان ته سفیر ونه لېږي.

ایس جی شنکر دا څرګندونې د هند په نړیوال تحقیقاتي مرکز کې د وینا پر مهال کړي او ویلي یې دي، چې د هند حکومت پرېکړه کړې چې په کابل کې به یې سفارت پرانیستی وي، خو خپل سفیر نه ورلېږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ډېرو هېوادونو په افغانستان کې خپل سفارتونه بند کړل، خو هند او ځینو نورو هېوادو تراوسه خپلې سیاسي استازولۍ فعالې ساتلې دي.