د ایران په چارو کې د امریکا موقت استازی وټاکل شو

پر کانګرس د امریکا بیرغ

ابرام پالي د رابرټ مالي په غیاب کې په موقت ډول د ایران په چارو کې د امریکا د حکومت استازی شو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې رابرټ مالي په اجباري رخصتۍ کې دی او ابرام پالي به په موقت ډول د ایران په چارو کې خپله دنده پر غاړه واخلي.

متیو مېلر د دې پېښې د جزيیاتو له ورکولو پرته په خپل خبري کنفرانس کې د رابرټ مالي د وضعیت په اړه دا موضوع راپورته کړه.

په همدې لړ کې یوه امریکايي چارواکي سي این این ته ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د ډیپلوماتیکو امنیتي تحقیقاتو په ترڅ کې د پټو معلوماتو د احتمالي ناوړه استفادې په اړه د رابرټ مالي امنیتي جوازلیک وځنډول شو.

یوې بلې باخبرې سرچینې سي این این ته وویل، چې مالي د پنجشنبې په ماسپښین اجباري او بې معاشه رخصتۍ ته ولېږل شو.

مالي له ایران سره د امریکا او نړۍ د اټومي قدرتونو د تړون د بیا را ژوندي کولو لپاره په غیر مستقیمو خبرو اترو کې مهم رول ولوباوه.

دا خبرې اترې تېر اوړی بې پایلې ودرول شوې.