د ايران له‌خوا د يوې الوتکې ويشتو قضيه نړيوالې محکمې ته وړاندې کېږي

د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په میاشت کې دغه مسافر وړونکې الوتکه د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو په دوو توغندیو نسکوره شوه.

د کاناډا، بریتانیا، سوېډن او اوکراین چارواکو ویلي، د ایران له‌خوا د یوې مسافر وړونکې الوتکې د ویشتو قضیه د عدالت نړیوالې محکمې ته راجع کوي.

د دغو هېوادونو چارواکو پرون دوشنبه دا خبره داسې مهال وکړه، چې په خبره یې له متضررو هېوادونو سره د اختلافاتو د حل او ځواب ورکونې لپاره ایران ته ورکړل شوی مهلت پای ته رسېدلی.

د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ په میاشت کې دغه مسافر وړونکې الوتکه د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو په دوو توغندیو نسکوره شوه.

الوتکه کې ټول ۱۷۶ کسان ووژل شول، چې د پورته ذکر شویو څلور هېوادونو اتباع وو.

ایراني چارواکو هغه مهال وویل، چې دغه اوکراینۍ الوتکه یې په تېروتنې سره ویشتلې ده.