د پاکستان چمن کې يو شمېر بنديانو زندان مات کړی او په تېښته بريالي شوي

ارشیف

د پاکستان چارواکي وایي، د چمن په زندان کې یو شمېر بندیانو زندان مات کړی او په تېښته بریالي شوي دي.

د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې د چمن سیمې مرستیال کمېشنر یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه زندانیان پرون د اختر لمانځه لپاره د زندان انګړ ته راوستل شوي وو، چې وروسته یې ځینو له پولیسو وسله واخیسته او د تېښتې هڅه یې وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي، ۱۷ کسانو له زندانه د تېښتې هڅه کړې چې ۱۴ تښتېدلي، یو تن یې د پولیسو په ډزو وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د چمن د پولیسو مشر نعیم اڅکزي رسنیو ته ویلي، له بندیانو سره د ډزو په تبادله کې دوه پولیس هم ټپيان شوي دي.

اڅکزي ویلي، په تښتېدلو بندیانو پسې چې په خبره یې په غلا او وژنو محکوم و، پلټنه روانه ده.