د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر اوکراین ته تللی

د عکس ښي لور ته د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر مایک پینس او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په کییف کې د روغبړ پر مهال

د امریکا پخوانی مرستیال ولسمشر مایک پینس په یوه نااعلان شوي سفر اوکراین ته تللی دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې لیکلي، پینس د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ته د روسیې د یرغل په وړاندې جګړه کې د پیاوړي ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

پینس پرون پنجشنبه د اوکراین له ولسمشر سره تر ملاقات وروسته خبریالانو ته وویل: " ازادي په اوکراین کې ګټونکې ده."

د هغه په خبره، اوس باید له هر وخته ډېر دوی د اوکرایني ځواکونو پر زړورتیا باور ولري.

مایک پینس چې پر اوکراین د روسیې د جګړې له پيله د اوکراین د ملاتړ پياوړی پلوی پاتې شوی، د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند یو نوماند هم دی.

تېره فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې د یرغل د یو کلنۍ په درشل کې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم اوکراین ته سفر کړی و.