اوکرایني چارواکي: په باخموت کې د جګړې ترڅنګ د ځواکونو پرمختګ دوام لري

په باخموت کې اوکرایني سرتېري د جګړې پر مهال

د اوکراین پوځ وايي، په ختیځ باخموت ښار په شاوخوا سیمو کې یې د سختې جګړې وروسته یو څه پرمختګ کړی دی.

نن د اوکراین د دفاع وزیر مرسیتالې هانا مالیار وویل، اوکرایني سرتېري له روسيي ځواکونو سره د هر متر خاورې د بېرته ازادولو لپاره په شدت جګړه کوي او پرمختګ لري.

هغې زیاته کړه، چې روسي ځواکونه هڅه کوي، چې خپلې مورچلې وساتي نو ځکه ځوابي بریدونه کوي، خو د تلفاتو له ورکولو وروسته بېرته په شا کېږي.

په همدې حال کې د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قوماندان الکساندر سیرسکي ادعا کړې، چې اوکرایني ځواکونه ورو، خو په داومدار پرمختګ لري.

روسيې ځواکونو د سختو جګړو او ډیرو تلفاتو له ورکولو وروسته په تېرې مې میاشت کې باخموت ښار ونیوه.

په دغو جګړو کې د باخموت ښار په کنډواله بدل شوی دی.