ایشیز؛ د انګلستان او اسټرالیا ترمنځ دویمه ټېسټ سیالي پيل شوې

د اسټرالیا او انګلستان کرکټ لوبډلو ترمنځ د روانو سیالیو یو انځور

د انګلستان په کوربتوب د ایشیز لوبلړۍ دویمه ټېسټ لوبه د جون په ۲۸مه نېټه د کرکټ په کور لارډز لوبغالي کې پیل شوې ده.

د دې ټېسټ لوبې پچه انګلستان ګټلې او اسټرالیا ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې.

اسټرالیا د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ بشپړه کړه او تر ۴۱۶ منډو وروسته یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د یادې لوبډلې لپاره یو وار بیا سټیف سمیت ښه ولوبېد، هغه ۱۱۰ منډې وکړې.

دغه راز ټریویس هېډ او ډیویډ وارنر په ترتیب سره ۷۷ او ۶۶ منډې وکړې.

د انګلستان په توپ اچونکو کې اولي روبینسن او جاش ټنګ درې درې ویکټې ترلاسه کړې.

نن پنجشنبه د لوبې دویمه ورځ ده او انګلستان د خپلې توپوهنې لومړۍ پاڼۍ پیل کړې ده.

د ویلو ده، چې د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه اسټرالیا ګټلې وه.