د فیلیپین ولسمشر: د افغانانو د موقتي مېشتولو مسئله تر غور لاندې ده

د فیلیپین ولسمشر فردیناند مارکوس جونیر

د فیلیپین ولسمشر هغه راپورونه رد کړل، چې ګنې هېواد یې له امریکا سره د افغانانو د موقتي مېشتولو پر سر موافقې ته رسېدلی.

فردیناند مارکوس جونیر یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانانو د موقتي مېشتولو مسئله تر غور لاندې ده او ویې ویل، غواړي په دې برخه کې داسې لارې ولټوي چې د هېواد امنیت ته یې کوم ګواښ پېښ نه وي.

ولسمشر فردیناند اندېښنه وښوده چې له فیلیپینه د یوه عبوري هېواد په توګه استفاده ښايي امنیتي اندېښنې او تر څنګ یې حقوقي او لوجستیکي ننګونې پېښې کړي.

څه وخت مخکې په امریکا کې د فیلیپین سفیر خوزه مانویل رومالدز له سي این این سره په مرکه کې ویلي وو، هېواد یې په اکټوبر میاشت کې له متحدو ایالتونو یو غوښتنلیک ترلاسه کړی چې د موقت وخت لپاره افغانان ومني.

هغه زیاته کړه، د دغه وړاندیز له مخې هغو افغانانو ته به چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی د کډوالۍ ځانګړې ویزې صادرې شې او چارې به یې په فیلیپین کې په یوه مرکز کې مخ ته وړل کېږي.

د فیلیپین دغه لوړپوړي ډیپلومات همدارنګه ویلي وو، چې هلته د مېشتو افغانانو شمېر شاوخوا پنځوسو زرو ته رسېږي.