د بدخشان ځینې سیمې زلزلې ولړزولې

د افغانستان په عمومي نقشه کې د بدخشان ولایت موقعیت

د افغانستان په شمالي څنډو کې د بدخشان ځینې سیمې نن د پنځو درجو په ځواک یوې زلزلې ولړزولې.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې د موندنو له مخې د زلزلې مرکز د تاجکستان ګورنو بدخشان ته نږدې و.

د راپور له مخې په فیض اباد، جرم، اشکاشم په سیمو کې د زلزلې کمزوري ټکانونه حس شوي.

چا ته لا د زیانونو د رسېدو په اړه راپورونه نه دي خپاره شوي.