په ناټو کې د سویډن د غړیتوب پر وړاندې د ترکیې مخالفت ته د حل لار لټول کېږي

په بروکسل کې د ناټو او د دې سازمان د غړیو هېوادونو بیرغونه

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبې وویل، چې د جولای په شپږمه نېټه یې یوې غونډې ته د ترکیې، سویډن او فنلنډ جګپوړي چارواکي ور بللي ترڅو په دغه پوځي تړون کې د سویډن د غړیتوب د غوښتنلیک پر وړاندې د ترکیې د مخالفت د ستونزې حل لاره ومومي.

دا غونډه د سټولټنبرګ له خوا وروستۍ هڅه ده، چې په راتلونکې اوونۍ کې د ناټو له سرمشریزې د مخه د سویډن د غړیتوب پر وړاندې وروستي خنډونه لیرې کړي.

ټاکل شوې، چې د لېتوانیا پلازمېنه ویلنیوس به د جولای له یوولسمې تر دولسې پورې د دې سرمشریزې کوربه وي.

په ناټو کې د سویډن غړیتوب به یوه سمبولیکه شېبه او هغه د دې یوه بله بېلګه وي، چې پر اوکراین د روسیې یرغل تر څه حده هېوادونه هڅولي چې د لوېدیځ له دې پوځي تړون سره یو ځای شي.

دغه یرغل د دې سبب شوی چې فنلنډ او سویډن د لسیزو ناپېیلی دریځ یوې خواته کړي او له ناټو سره یو ځای شي.

فنلنډ په تېره اپرېل میاشت کې د دې تړون رسمي غړی شو.