چارواکي: پروان کې سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي

ارشیف: په پروان کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور. May 04 2022

چارواکي په پروان ولایت کې د بارانونو او سېلابونو له امله خلکو ته د مالي زیانونو د اوښتو خبر ورکوي.

د پروان د کوه صافي ولسوال مولوي عبدالمتین نن ازادي راډیو ته وویل، چې تېره شپه د دې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د سختې ږلۍ او بارانونو په نتیجه کې سېلابونه راوتلي چې ۱۶۵ کورونه یې ویجاړ یا یې ځینې برخې ویجاړې کړې دي.

د هغه په وینا، د دغو سېلابونو په نتیجه کې له درې سوو زیات څاروي تلف شوي او څه باندې ۶ زره کرنیزه ځمکه او شاوخوا ۶۰ کیلومتره سړک یې تخریب کړی دی.

د راپورونو له مخې د پروان په سرخ پارسا ولسوالۍ کې هم بارانونو او سېلونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.