طالبانو د اختر په مناسبت خپلو ځواکونو ته د ډزو د نه کولو امر کړی

د کابل ښار یوه څنډه

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره په مرکز او ولایتونو کې له ټولو امنیتي او دفاعي ادارو په کلکه غوښتنه کړې، چې د اختر په مناسبت دې د خوښۍ ډزې نه کوي.

په اعلامیه کې چې دې وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې خپره کړې ویل شوي، چې د تخلف په صورت کې به له سرغړونکو سره جدي چلند کېږي.

د اعلامیې له مخې د دوی په ټکو ټول مجاهدين یې باید د ښارونو نظم او د امنیت ټینګښت ته جدي پاملرنه وکړي.

په مخکېنيو ځینو اخترونو کې د خوښۍ ډزې یو شمېر کسانو ته د مرګژوبلې د اوښتو لامل شوي دي.