د روسيې يوې محکمې د ګوګل شرکت ۴ ميليارده روبله جريمه کړی

ارشیف

د روسیې د انحصار ضد څارونکې اداره وايي، د روسیې یوې محکمې د ټکنالوژۍ شرکت ګوګل ۴ میلیارده روبله (۴۷ میلیونه ډالر) د پخوانۍ جریمې د نه ورکولو له امله جریمه کړی دی.

دغه دفتر د سه شنبې په ورځ وویل، چې دا پریکړه یې د ګوګل په اړه ځکه کړې چې د ویډیو د کوربه‌توب په بازار کې د خپل واک څخه ناوړه ګټه اخیستې.

د ټاس خبري اژانس په حواله راغلي، چې لومړۍ جریمه د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د دې تورونو پر اساس صادره شوه چې په ګوګل پورې تړلې د یوټیوب شبکه د کاروونکو د اکاونټونو او منځپانګې د تعلیق او بندولو په اړه له تعصب ډکه تګلاره لري.

یوټیوب د ۲۰۲۲ په فبروري کې په اوکراین د روسیې د غیر موجه برید له پیل راهیسې په ټوله نړۍ کې د روسیې دولتي چینلونه بند کړي.