مدني فعال نورايل کليوال، چې شاوخوا درې نيمې میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا نيول شوی و، نن د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.
د کليوال وراره عبدالقدير پاڅون ازادي راډيو ته تاييد کړه چې تره یې نورايل کليوال خوشې شوی او کور ته ورغلی دی.
نورايل کليوال د هلمند ولايت اوسېدونکی او په خپله سيمه کې د پي ټي ايم استازی دی.
نوموړی داسې مهال خوشې کېږي، چې یو شمېر هغو کورنيو چې عزيزان یې د طالبانو په بند کې دي د اختر په مناسبت د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې.