لوکاشینکه: د واګنر ډلې مشر په بېلاروس کې دی

د واګنر اجیرې ډلې مشر یوګیني پریګوژین

د بیلاروس واکمن الکساندر لوکاشینکه وايي، د واګنر اجیرې ډلې مشر یوګیني پریګوژین دا مهال په بېلاروس کې دی.

د راپورونو له مخې نوموړی وروسته له هغې له روسیې دې هېواد ته تللی، چې ځواکونو یې د لنډمهاله وسله وال پاڅون په ترڅ کې د روسیې جنوب لوېدیځ ښار روستوف آن ډون ونیو او د مسکو پر لور یې وسله وال مارش پیل کړ چې وروسته یې ناڅاپه ختم اعلان کړ.

لوکاشینکه نن په مینسک کې د بېلاروس د پوځي مشرانو یوې ډلې ته وویل، دا خبره درسته ده چې پریګوژين اوس په بېلاروس کې دی او زیاته یې کړه، چې ده له نوموړي سره ژمنه کړې چې که غواړي دلته پاتې شي نو ورسره مرسته کوي، خو خپل لګښتونه به په خپله پرې کوي.

لوکاشینکه همدارنګه وویل، چې د دفاع د وزیر ویکتارخرینین له دې غوښتنې سره یې موافقه کړې، چې د خپلو ځواکونو په لیکو کې یې د واګنر ډلې د وسله والو له مدغم کېدو سره لېوالتیا ښکاره کړې.