کرکټ؛ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې د افغانستان د سیالیو مهالوېش په ډاګه شو

په پنځوس اوریز نړیوال جام کې د افغانستان د سیالیو مهالویش

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري نن سه شنبه د روان کال د پنځوس اوریز نړیوال جام مهالوېش په ډاګه شو، چې له مخې به یې هره لوبډله یو د بل پر وړاندې ۹ سیالۍ ترسره کوي.

د خپاره شوي مهالوېش له مخې، سیالۍ د اکټوبر میاشتې په ۵مه نېټه د انګلستان او نیوزیلنډ په لوبې سره په احمداباد ښار کې پیلېږي.

دغه مهالوېش ښيي، چې د افغانستان ملي لوبډله به د اکټوبر په ۷مه نېټه خپله لومړۍ سیالۍ د بنګله‌دېش پر وړاندې ترسره کوي.

دغه راز دویمه سیالي یې د اکټوبر په ۱۱مه له هندوستان، په ۱۴مه له انګلستان، په ۱۸مه له نیوزیلنډ او په ۲۳مه له پاکستان سره ترتیب شوې ده.

افغان لوبډله به د اکټوبر په ۳۰مه نېټه د نړیوال جام د لارموندنې پړاو له دویمې او د نومبر په ۳مه نېټه له اولې لوبډلې سره سیالي ترسره کړي.

په دې نړیوال جام کې د افغانستان او اسټرالیا سیالي د نومبر په ۷مه نېټه په نظر کې نیول شوې ده.

یاده لوبډله به خپله وروستۍ سیالي د سوېلي افریقا پر وړاندې د نومبر میاشتې په لسمه نېټه په احمداباد ښار کې ترسره کړي.

د ویلو ده، چې د ۲۰۲۳ ز کال پنځوس اوریز نړیوال جام به د هندوستان د لسو سترو ښارونو په لوبغالو کې ترسره شي او پایلوبه به یې د سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه وي.