د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت مرستیال سفیر احضار کړی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې پاکستاني چارواکو اندریو شوفر ته د ولسمشر جوبایډن او د هند د صدر اعظم نریندرا مودي د ګډې اعلامیې په تړاو اعتراض اورولی دی.
په دغې اعلامیه کې له پاکستانه غوښتل شوي و، چې ترهګرې ډلې یې باید له خاورې د حملو لپاره استفاده ونه کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متحده ایالتونه باید د داسې اعلامیو له ورکړې ډډه وکړي، چې د پاکستان په ضد د هند بې اساسه روایتونه ممکن ورسره وهڅول شي.
هند پخوا هم پاکستان تورن کړی، چې ترهګرو ډلو ته یې ځای ورکړی دی.
په ۲۰۰۸ کال کې د هند په ممبي ښار کې یوه برید ۱۶۰ تنه ووژل، هغه مهال د برید مسوولیت لشکر طیبه چې د هندي چارواکو په خبره پاکستان کې ځای ځایږی لري، پر غاړه واخیست.