نن سه‌شنبه حاجيان د عرفات ميدان ته د لمانځه او دعا لپاره راټولېږي

ارشیف

د بیت الله شریف سلګونه زره حاجیان مکې مکرمې ته نږدې د عرفات میدان ته د لمانځه او دعا لپاره راځي.

عرفات د حج له مهمو رکنونو څخه دی.

د لمر په لوېدو سره حاجیان مزدلفې ته روان شول او سبا چهارشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

په سعودي عربستان کې د سږ کال د حج په مراسمو کې د افغانستان د ۳۰ زره کسانو په ګډون څه باندې دوه میلیونه کسان ګډون کوي.

د سعودي عربستان حکومت د حاجیانو د روغتیا او خوندیتوب لپاره ځانګړي امنیتي او روغتیايي تدابیر نیولي دي.