د واګنر ډلې مشر: هدف مو د روسيې حکومت نسکورول نه و

د واګنر د اجیرو جنګیالیو د ډلې مشر یوګیني پریګوژین

د واګنر د اجیرو جنګیالیو د ډلې مشر یوګیني پریګوژین ویلي، هدف یې اعتراض و نه د روسیې د حکومت نسکورول.

پریګوژین دوشنبه په یوه غږیز پيغام کې د روسیې په خاوره کې دننه د خپلو جنګیالیو د شنبې ورځې د پوځي خوځښتونو دفاع کړې ده.

د شنبې په ورځ د واګنر اجیرو جنګیالیو د روسیې د روستوف ښار پوځي اډې ونیولې.

د دې ډلې پنځه ویشت زره جنګیالي هم د مسکو په لوري مرش شوي وو، چې بیا بېرته د درېدو امر ورته شوی و.

هغه د روسيې وسله‌وال ځواکونه کمزوري بللي او پر هغوی یې ملنډې وهلي چې د واګنر د جنګیالیو په وړاندې ونه شوای درېدلی.

له دې سره هممهاله د روسیې دولتي رسنیو د دفاع د وزیر سرګي شویګو د فعالیتونو راپور خپور کړی او هڅه یې کړې چې د نظم او کراري تصویر وړاندې کړي.

د واګنر ډلې مشر ویلي، د شنبې ورځې خوځښت د هغو بریدونو ځواب و، چې د روسيې پوځيانو د واګنر په جنګیالیو کړي وو او ۳۰ کسان یې ور وژلي وو.

د راپورونو له مخې د شنبې ورځې وسله‌وال تحرک که څه هم لنډمهالی و، خو د روسیې څو هليکوپترې، یوه جاسوسي اطلاعاتي الوتکه د واګنر جنګیالیو له‌خوا نسکوره او ۱۵ پوځي منسوبین هم وژل شوي دي.