رسنۍ: ترکیې له خپلې خاورې ۲۳۰ افغان پناه غوښتونکي ایستلي

ترکيه کې يو شمېر افغان کډوال، انځور - ارشيف

ترکي رسنیو له دې هېواده د ۲۳۰ افغان پناه غوښتونکو د ایستلو خبر ورکړی.

په خبر کې ویل شوي، چې دا افغان وګړي د ترکیې له بېلابېلو ښارونو څخه ایستل شوي.

د چارواکو په وینا، دا هغه کسان دي چې یا په غیرقانوني ډول ترکیې ته تللي او یا یې د استوګنې اسناد نه درلودل.

له بلې خوا د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې د سږني کال له پسرلي راهیسې شاوخوا نوي زره افغانان چې هلته یې د استوګنې قانوني اسناد نه درلودل، افغانستان ته ایستل شوي دي.