کرکټ؛ د نړیوال جام غوراوي د دویم پړاو شپږ لوبډلې معلومې شوې

د کرکټ نړیوال جام غواروي پړاو لوبډلې

د روان کال د پنځوس اوریز نړیوال جام د لارموندنې سیالیو لومړی پړاو سبا سه شنبه د ایرلنډ او عربي متحده اماراتو په لوبې سره پای ته رسېږي.

دغه سیالۍ چې د روانې میاشتې په ۱۸مه نېټه په زمبابوې کې پیل شوې دي، ایرلنډ، د امریکا متحده ایالات، عربي متحده امارات او نیپال هغه لوبډلې وې چې له دویم پړاو پاتې شوې.

د دې سیالیو په الف ګروپ کې زمبابوې، ویسټ اینډیز او هالنډ لوبډلو بل پړاو ته لار موندلې ده.

دغه راز په ب ګروپ کې بیا سریلانکا، سکاټلنډ او عمان لوبډلې د شپږ غوره پړاو ته رسېدلي دي.

د شپږ غوره لوبډلو پړاو جون میاشتې په ۲۹مه نېټه پيلېږي.

په دې پړاو کې به ټولې شپږ لوبډلې یو د بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي او هغه دوه لوبډلې چې د نومرو په جدول کې په اول او دویم مقام کې ځای نیسي نړیوال جام ته به لار پيدا کړي.

د ویلو ده، چې دا سیالۍ د جولای په ۹مه نېټه پای ته رسېږي.