کرکټ بورډ: د افغانستان غوره لیګ په مناسب وخت کې ترسره کوو

ارشیف: په کابل کې د کرکټ له لیګ یو انځور

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ د دویم پړاو ترسراوي لپاره یې هوډ کړی او په مناسب وخت کې به یې ترسره کړي.

کرکټ بورډ د یکشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د بورډ مشرتابه او بورډ غړیو د یوې ناستې پرمهال د یاد لیګ د دویم پړاو سیالیو د ترسره کولو په اړه هر اړخیز معلومات شریک او پرېکړه وشوه.

یادې ادارې ویلي: "له دې وړاندې د یادو غړو ترمنځ په کلنۍ ناسته کې په دې ټینګار شوی و ترڅو افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ دویم پړاو سیالیو د ترسراوي په موخه د بورډ غړو ته کره کړنلاره، سوداګریزه بېلګه او قضیه او همدارنګه د لومړي پړاو د ستونزو، نیمګړتیاو او خنډونو په تړاو راپور وړاندې کړي."

په دې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د دویم پړاو سیالیو لپاره ټاکل شوې کمېټې په هر اړخیزې کړنلارې، سوداګریزو بېلګو او قضیو کار کړی او په یاده ناسته کې یې د بورډ غړیو ته تشرېح کړل.

دغه راز په دې ناسته کې ویل شوي، د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ لومړی پړاو، چې په ۲۰۱۸ ز کال کې ترسره شو، له ډېرو ستونزو او نیمګړتیاوو ډک و، ځکه یې لا بل پړاو نه دی ترسره شوی.

همدارنګه په دې ناسته کې پرېکړه شوې ده، چې د سریلانکا او بنګله دېش پر وړاندې د وروستیو لوبو بشپړ راپور به هم د بورډ غړیو ته ورکول کېږي.

د ویلو ده، چې د افغانستان غوره لیګ په ۲۰۱۸ ز کال کې د ۵ لوبډلو ترمنځ په عربي متحده اماراتو کې ترسره شو چې بلخ لیجینډز لوبډلې یې اتلولي ګټلې وه.