په تېر نظام کې د ولسي جرګې غړی 'الله ګل مجاهد' بېرته کابل ته ستون شوی

په تېر نظام کې د ولسي جرګې غړی الله ګل مجاهد

د راپورونو له مخې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد پرون یکشنبې له ایران نه بېرته کابل ته ستون شو.

نوموړی چې په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې یوه لانجمنه څېره ګڼل کېده، پر افغانستان د ۲۰۲۱ کال په دوبي کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو کې وروسته له هغې له هېواده ووت چې په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې نوموړی د طالبانو وسله‌وال وهي ډبوي.

په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت شارژدافېر فضل محمد حقاني تېره میاشت ازادي راډیو ته ویلي و چې مجاهد ورسره څو ځلې کتلي او غوښتنه یې کړې چې غواړي بېرته افغانستان ته ستون شي.