طالبان: د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې اور لګېدلی

ارشيف: د نورستان په ځنګله کې اور

د طالبانو د حکومت طبيعي پېښو ته د رسېدو د چارو وزارت د کونړ او نورستان په ۱۸۰ هکتاره ځنګلونو کې د اور لګېدو خبر ورکوي.

د دې وزارت د عامه اړیکو د برخې مشر او ویاند شفیع‌الله رحیمي پرون یکشنبې رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي، سره له دې چې د دغه اور د مړه کېدو لپاره یې د دفاع وزارت له امکاناتو استفاده کړې، خو تر اوسه یې په مړه کېدو نه‌دي بریالي شوي او اور تر اوسه شدت لري.

ویل کېږي چې دغه اور د شنبې له شپې راهیسې د پیچ درې او کامدېش د ولسوالیو په ځنګلونو کې بل شوی دی.

رحیمې دغه راز په دغه ویډیوي پیغام کې په هرات، کاپیسا او لغمان ولایتونو کې د لګېدلو اورونو په نتیجه کې چې دلیل یې نه‌دی ښودل شوی، د شلو کورونو او د پنځه جریبه ځمکې کښت د سوځېدو خبرورکړی دی.