په تخار او کونړ کې سرې مياشتې ټولنې خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي

ارشيف

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د تخار او کونړ په لیرې پرتو ولسوالیو کې خلکو ته د روغتیایي خدمتونو د برابرولو خبر ورکوي.

دې ټولنې په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې په تېره یوه میاشت کې یې تاجکستان پولې ته څېرمه د تخار ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې چې اوسېدونکي یې روغتیایي مرکزونو ته لازم او پر خپل وخت لاس‌رسی نه‌لري، د ګرځند روغتیایي ټیم پر مټ روغتیایي خدمات رسولي دي.

د دې ټولنې په وینا په تېره یوه میاشت کې یې روغتیایي ټیم په دې ولسوالۍ کې ټولټال ۲۵۶۸ وګړو ته وړیا روغتیایي خدمات ترسره کړي او زیاتوي د ۱۰۷۰ تنو وړیا معاینه شوې او د نورو برخو ترڅنګ ۱۸۰ مېرمنو ته د ولادت په برخه کې خدمات وړاندې شوې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه همدارنګه ویلي چې د کونړ ولایت په اسمار اوغازي اباد ولسوالیو کې یې ګرځنده روغتیایي ټیمونو د ۲۶۲۴ ناروغانو وړیا معاینات کړي او خلکو ته یې ځینې نور روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.