طالبانو له ترکمنستان څخه پاکستان ته د نفتي توکو د ټرانزیټ طرحه تايید کړه

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاون په مشرۍ د کابینې د یوې غونډې انځور

د طالبانو حکومت له ترکمنستان نه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو او نفتي توکو د ټرانزیټ طرحه تایید کړه.

باختر دولتي اژانس چې د طالبانو په واک کې دی د شنبې په ورځ ویلي، دغه طرحه د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري د یوې ازمایښتي دورې لپاره تصویب شوې ده.

په راپور کې راغلي، چې د طرحې له پلي کېدو سره به له منځنۍ اسیا نه جنوبي اسیا ته د ګازو او نفتي توکو لېږد ته د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

د خبر له مخې له دې سره به د افغانستان ملي عواید لوړ او ټرانسپورټي لېږد رالېږد پراخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په تېره ثور میاشت کې ویلي وو، له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان ته د ګازو صادارت د یوه نړیوال شرکت له خوا پيل شوي دي.