د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت له هغو سوداګرو چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې په ټرانزیټ ډول پاکستان ته لېږدوي، غوښتنه کړې چې د خپلو اسنادو د اداري پړاوونو د بشپړولو لپاره دې وزارت ته مراجعه وکړي.
دې وزارت پرون شنبې په یوه بیان کې تینګار وکړ، چې د هېواد له شمال څخه تر جنوبي اسیا پورې د ګاز او نورو نفتي موادو ټرانزیټ نه یوازې د افغانستان سوداګري نه محدودوي، بلکې د ملي عوایدو د زیاتولو ترڅنګ د ټرانسپورټي سکتور د فعالېدو سبب کېږي او افغانانو ته د کار امکانات برابروي.
د راپورونو له مخې له افغانستانه هره ورځ په نفتي موادو بار لسګونه ټانکرونه پاکستان ته چې د انرژۍ د کمښت له بحران سره مخامخ دی ننوځي.