پر اوکراین د روسیې تازه بریدونو کې درې کسان وژل شوي

په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

د اوکراین پر څو ښارونو د روسیې د تېرې شپې د توغندیو په بریدونو کې درې تنه وژل شوي او له شلو ډېر ټپیان دي.

سیمه ییز چارواکې وايي، د اوکراین په پلازمېنه کيیف کې پر یوې مسکونې ودانۍ د یوه توغندي د لګېدو په پایله کې درې تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

د چارواکو په وینا، یوولس تنه نور د درې ماشومانو په ګډون په دنیپرو ښار کې وژل شوي او څلور کورونه ویجاړ شوي دي.

د خارکییف والي ایهور تیریخوف په خپل ټلېګرام کې لیکلي، د ګازو پر یوې ډبې د توغندي د لګېدو له کبله په دې ښار کې اور لګېدلی دی.

د هغه په خبره درې توغندي په خارکییف توغول شوي دي.

روسي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.