د اوکرایني پیلوټانو د روزنې نړیوال پروګرام راتلونکې میاشت پیلېږي

ایف۱۶ جنګي جېټ الوتکې

د اوکراین دفاع وزیر اولکسي رایزنیکوف وايي، د ایف۱۶ جنګي جېټ الوتکو په برخه کې به د اوکرایني پیلوټانو د روزنې نړیوال پروګرام راتلونکې میاشت پیل شي.

ډنمارک او هالنډ د ناټو دوه هغه غړي هېوادونه دي چې د اوکرایني پیلوټانو د روزنې او هغوی ته ایف۱۶ جېټ د برابرولو په برخه کې د دې نړیوال پروګرام د هڅو مشري کوي.

کییف، چې د روسیي ځواکونو پر ضد يې تهاجمي عملیات پیل کړي، له لوېدیځې نړۍ څخه يې په ځلونو د نویو الوتکو غوښتنه کړې ده.