یو این ایچ سي آر: د بې ځایه شویو افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو

ارشیف: په هرات کې د یو این ایچ سي آر په مرسته د بې ځایه شویو کډوالو لپاره جوړ شوی یو کمپ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، دوی به په افغانستان کې د جګړې له کبله د بې ځایه شویو کسانو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې له خپله کوره لیرې هم هیلې ولري.

په افغانستان کې د یو 'این ایچ سي آر' دفتر نن په خپل ټویټر کې لیکلي، چې دوی د کډوالو نړیوالې ورځې په مناسبت بېلابېل فعالیتونه تنظیم کړي دي.

هر کال د جون میاشتې شلمه د کډوالو نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، چې هدف یې کډوالو او هغو کسانو ته د درناوي جلبول دي، چې په بېلابېلو عواملو له خپلو مېنو کډې کولو ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تر تېر میلادي کاله د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو شمېر پنځه ميلیونه او دوو لکو ته رسېږي او درې ميلیونه او درې لکه کسان داخلي بې ځایه شوي دي.