تخاري: د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغانانو د خوشې کولو هڅې روانې دي

په کراچۍ کې د حیدراباد زندان

په کراچۍ کې د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان د سفارت قونسل وايي، د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغانانو د خوشې کېدو هڅې روانې دي.

سید عبدالجبار تخاري نن شنبه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، لا هم ۲۸۲ کسان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

نوموړي وویل: "د ټولو خوشې شویو کسانو شمېر ۲۳۸۰ تنه دی او په زندانونو کې د پاتې کسانو شمېر ۲۸۲ ته رسېږي. هڅې روانې دي، چې دوی هم خوشې او وطن ته ستانه کړای شي."

تخاري وايي، تېره پنجشنبه هم د سند ایالت له زندانونو ۱۳ نور افغان بندیان خوشې او د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.