جرمني افغان کډوالو ته د ویزې ورکولو بهیر بېرته پیلوي

د جرمني بیرغ

د جرمني د بهرنیو چارو ویاند پرون د المان خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، له څو میاشتو ځنډ وروسته به په افغانستان کې خپلو محلي کارکوونکو او هغو افغانانو ته چې ژوند ته یې خطر دی د جون په ۲۶مه د ویزې ورکولو لړۍ بېرته پیل کړي.

المان خبري اژانس د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله لیکلي، په لومړۍ قدم کې به هغو کسانو سره مرسته وشي چې په پاکستان او ایران د جرمني ویزو ته په تمه دي.

په راپور دا هم راغلي، چې دا پروګرام به تر راتلونکو اوونیو پراخ شي، څو هغه هدف ته ورسېږي چې په اوونۍ کې ۱۰۰۰ تنه افغانان جرمني ته ولېږدول شي.

جرمني په مارچ میاشت کې افغانانو ته په دې بهیر کې د جعل‌کارۍ له امله د ویزو د ورکړې پروسه ودروله.