د خبريالانو نړيوال فدراسيون: ستنېدونکي خبريالان د طالبانو له لوري نيول کېږي

ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ نیوز روم

د خبریالانو نړیوال فدراسیون تور پورې کړ، چې افغانستان ته ستنېدونکي خبریالان د طالبانو له لوري نیول کېږي او شکنجه کېږي.

'ای‌ ایف‌ جي' په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ، څرګنده کړه چې د راه فردا تلوېزیون خبریال رضا شهیر دوې ورځې وروسته تر دې طالبانو ونیو چې افغانستان ته ولاړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د 'ای‌ ایف‌ جي' په بیان کې د دوو نورو خبریالانو مرتضی بهبودي و خیرالله پرهر نومونه هم یاد شوي دي چې طالبانو نیولي دي.