اوکرایني پوځیانو د روسیې ۱۳ کروز توغندي ویشتلي

د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونه وايي، دغه حمله تېره نیمه شپه د یوې سټراتېژیکې الوتکې له خوا د کسپین سمندرګي له لوري شوې وه.

د اوکراین پوځي چارواکي وايي، هوايي مدافع یې د مرکزي سیمې خمیل نتیڅکي پر یوه پوځي اډه د حملې پر مهال د روسیې له خوا توغول شوي ۱۳ کروز توغندي ویشتلي او نسکور کړي دي.

د اوکراین د هوايي دفاع ځواکونه وايي، دغه حمله تېره نیمه شپه د یوې سټراتېژیکې الوتکې له خوا د کسپین سمندرګي له لوري شوې وه.

د اوکراین پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی هوايي مدافع نامشخصې بې پېلوټه الوتکې هم ویشتلي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي، د اوکراین پر پوځي اډې حمله، په اوکراین کې د روسیې د میزایلو او بې پېلوټه الوتکو د حملو د تازه څپې یوه برخه ده.

په اوکراین کې د څو ساعتونو لپاره د هوايي حملو د خطر زنګ غږول شوی دی.