بغلان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او ۲۲ ژوبل دي

ارشیف

په بغلان کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۲ کسان مړه او د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

د بغلان د ترافیکو مدیر رسنیو ته ویلي، چې د نن سهار دغه پېښه د دوشي ولسوالۍ په کیله ګی سیمه کې له یوه بار وړونکي موټر سره د یوه مسافر وړونکي موټر ټکر و.

په وروستیو کې له بېلابېلو ولایتونو د ترافیکي پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکول کېږي.

د چلوونکو بې احتیاطي، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د سړکونو نه خوندیتوب په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت بلل کېږي.