امريکا ته کډه شوی شپږ کلن افغان ماشوم په یوه نظارت خونه کې مړ شوی

د کابل له هوايي ډګر څخه د تخليې پروګرام يو انځور. August 15, 2021

امریکايي رسنیو له هغې ډلې 'سي بي ايس' دا خبره د امریکايي چارواکو په حواله راپور کړې.

د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا افغان ماشوم له یو ډول سختې رواني ناروغۍ کړېده.

دا امریکا ته د کډه شویو افغان ماشومانو له ډلې درېیم کس و چې سږ کال مړ شوی.

سلګونه داسې بې سرپرسته ماشومان له دې چې له خپلو کورنیو لرې دي د امریکا د روغتیا او بشري خدمتونو د وزارت په نظارت خانو یا هستوګنځایونو کې دېره کړای شوي.

د امریکايي رسنیو د راپورونو په اساس نږدې یو نیم زر افغان ماشومان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا له خوا له افغانستانه د تخلیې د عملیاتو پر مهال ایستل شوي.

له دې ډلې زیات شمېر ځینې له خپلو خپلوانو او تمویلونکو کورنیو سره اوسېږي.