اروپایي ټولنې له بې وزله افغانانو سره د ۱۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه

ارشیف: په کابل کې بې وزله مېرمنې او ماشومان

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د میلیونونه بې وزله کسانو د لاسنیوي په موخه د ۱۲ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه.

ټاکل شوې چې دغه پيسې د آغا خان بنسټ، د ناروې د کډوالو شورا او د افغانستان د کرنې د رغونې او پراختیا ټولنې له لارې مصرف شي.

اروپایي ټولنې په یوه اعلامیه کې وویل، دغه مرسته د افغانستان خلکو ته چې په نړۍ کې له لوی بشري ناورین سره مخامخ دي، ځانګړې شوې ده.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.