د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو لوبډلې د قطر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه

د افغانستان د لوبډلې دواړه ګولونه حبیب الله هوتک د لوبې په ۱۸مه او ۴۰مه دقیقه کې ووهل.

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو لوبډلې د قطر سیالې لوبډلې ته ۲-۱ ماتې ورکړه.

د اسیا د ملتونو جام د سیالیو په دوام دغه لوبه پرون ماښام په تایلنډ کې ترسره شوه.

د افغانستان د لوبډلې دواړه ګولونه حبیب الله هوتک د لوبې په ۱۸مه او ۴۰مه دقیقه کې ووهل.

افغانستان په دې سیالیو کې تر دې وړاندې خپلې دوه لوبې ایران او جنوبي کوریا ته بایللې وې.

د ۱۶ لوبډلو په ګډون دغه سیالۍ د جون په ۱۵مه پيل شوي او د جولای تر دویمې نیټې دوام کوي.