د مقاومت جبهې ادعا: طالبانو په شمال کې د سیمه ییزو ترهګرو ځای پر ځای کول پیل کړي

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ځینې غړي

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو ضد وسله واله جبهه ادعا کوي، چې طالبانو د افغانستان په شمال ختیځ او شمال لوېدیځ کې د هغو کسانو ځای پر ځای کول پیل کړي چې د دوی په خبره 'سیمه ییز ترهګر' دي.

دې ډلې د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دا پلان 'د قومونو پر یووالي او سوله ییز ګډ ژوند وروستۍ ګوزار' ګڼلی دی.

دغه جبهه ادعا کوي، چې افغانستان د یوې نیابتي ډلې او د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو تر اشغال لاندې دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته د جزییاتو له ورکولو پرتله ویلي وو، چې دوی پلان لري ترڅو د پاکستان د ادعاوو د مخنیوي او اندېښنو په خاطر د خوست په ګډون له یو شمېر سرحدي ولایتونو څخه پاکستاني کډوال د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي.

مجاهد دا ونه ویل، چې دا کډوال به کومو ولایتونو ته لېږدول کېږي، خو ویلي یې دي چې د کډوالو لپاره به د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شي.

څو میاشتې وړاندې هم له وزیرستان څخه افغانستان، په ځانګړي توګه تخار ته د وزیرستاني کډوالو د ورتګ راپورونه ورکړل شوي وو، خو وروسته دا ویل کېده، چې دوی هغه افغانان دي چې لسیزې وړاندې د افغانستان شمال ته کډه شوي او څو کاله وړاندې يې کلي د جنګسارانو له خوا غصب شوي وو.

د طالبانو حکومت د دې شخړې لپاره پرېکړه وکړه چې دا کلي يې دې اصلي اوسېدونکو ته بېرته ورکړل شي او د اوسنیو اوسېدونکو لپاره دې یو بل ښارګوټی جوړ شي.