طالبانو د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګندونو ته غبرګون وښود

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پر مهال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، ټولو هغو نړیوالو مکلفیتونو ته ژمن دي چې د اسلام او د افغانستان له کلتور په ټکر کې نه وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د طالبانو حکومت سربېره پر دې چې ټولشموله نه دى، ټول نارینه محوره دی.

اوتونبایوا په دې غونډې کې طالبانو ته په ښکاره وویل، تر هغې چې پر افغانو ښځو او نجونو بندیزونه لرې نه کړي نړۍ به يې حکومت په رسیمت ونه پیژني.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یې په غبرګون نن ویلي، له ټولو هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې د 'نه مداخلې' اصل ته ژمن پاتې شي.

طالبان ډېر کله د هغو نړیوالو غوښتنو پر وړاندې چې د دوی تر واک لاندې د بشري حقونو د رعایت په اړه کېږي ورته غبرګون ښيي او د بشري حقونو سره د چلند مسئله د افغانستان کورنۍ موضوع ګڼي.

خو ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه بیا د ښځو د حقونو په شمول بشري حقونو ته ژمنتیا د طالبانو نړیوال تعهد بولي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشت کې طالبانو د واک په ترلاسه کولو سره د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې د نجونو پر مخ بندې کړې او هم یې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې نجونې له پوهنتونو منع کړې.

دوی همداراز په پراخه کچه په موسسو کې د ښځو د کار مخه نیولې.