فوټسال؛ د اسیا ملتونو جام د لارموندنې په سیالیو کې د افغانستان سیالان معلوم شول

د اسیا ملتونو جام د لار موندنې په سیالیو کې لوبېدونکې لوبډلې

د فوټسال د اسیا ملتونو جام د لارموندنې په سیالیو کې د پچه اچونې له لارې افغانستان په ب ګروپ کې راغی او سیالان یې معلوم شول.

د پنجشنبې په ورځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه پچه اچونه د جون په ۲۲مه نېټه د مالیزیا په کولالمپور ښار کې ترسره شوه.

د یاد فدراسیون د خبر پر اساس، افغان لوبډله به د اندونیزیا، سعودي عربستان او ماکایو هېوادونو پر وړاندې سیالۍ وکړي.

د اسیا د ملتونو جام د لارموندنې پړاو سیالۍ د روان کال د اکټوبر میاشتې په ۷ نېټه په اندونیزیا هېواد کې پیلېږي چې تر ۱۱مې نېټې به دوام وکړي.

ویل کېږي، چې د دې لوبو د ټولو ۸ ګروپونو مخکښې او د دویم مقام ګټونکې ۷ لوبډلې به د ۲۰۲۴ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو ته لار پيدا کړي.