کرکټ؛ د انګلستان او اسټرالیا د ښځو ترمنځ هم د ایشیز لوبلړۍ پیل شوه

د اسټرالیا د ښځینه کرکټ یوه لوبغاړې د لوبې پر مهال

د انګلستان او اسټرالیا د ښځینه کرکټ لوبډلو ترمنځ هم د ایشیز لوبلړۍ د انګلستان په کوربتوب پیل شوه.

په دې لوبلړۍ کې به یوازې یوه ټېسټ سیالي وي چې نن پنجشنبه د انګلستان په ناټینګهم ښار کې پیل شوې ده.

د دې ټېسټ سیالۍ پچه اسټرالیا ګټلې او توپوهنه یې پیل کړې ده.

دا سیالي به پینځه ورځې دوام وکړي.

دغه راز دواړه هېوادونه به د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ جولای میاشتې په لومړۍ نېټه پیل کړي او ورپسې به د همدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم پيل کړي.

باید وویل شي، چې د یادو هېواونو د نارینوو ترمنځ هم د ایشیز لوبلړۍ پیل شوې ده چې لومړۍ ټېسټ سیالي یې اسټرالیا وګټله.