د پکتیکا او خوست د مرګونې زلزلې یو کال پوره شو

د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۱ او ۲۲ باندې په پکتیکا او خوست کې سختو زلزلو خلکو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه ورسول.

د پکتیکا او خوست د مرګونې زلزلې یو کال پوره شو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په دې مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو ټولنو سره مرستو ته ژمنه ده او لا هم د افغانستان په دې زلزله ځپلو سیمو کې فعال ټیمونه لري.

د بیان له مخې یونېسف هلته د څه باندې ۲۲ زرو کسانو لپاره د څښاک د پاکو اوبو ۱۲ نوي سیستمونه جوړ کړي.

یونېسف همداراز ویلي چې د شپږ نیمو زرو ماشومانو لپاره یې ۱۴۰ ټولګي پرانیستي دي.

د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۱ او ۲۲ باندې په پکتیکا او خوست کې سختو زلزلو خلکو ته درانه ځاني او مالي تاوانونه ورسول.

د راپورونو له مخې نږدې ۱۲ سوه کسان په هغه زلزله کې مړه او ۱۶سوه نور ټپيان شوي چې سلګونه ماشومان هم په‌کې شامل دي.