هکرانو د چک راډیو پر ویبپاڼو سایبري بریدونه کړي

ارشیف

د چک راډیو 'چیسکي روزلاس' وايي، چې د اوکراین په اړه د رسنیو کنفرانس له پیل څخه څو ساعته مخکې نن جون ۲۲مه د دوی پر ویبپاڼو د هکرانو پراخ سایبري بریدونه وشول.

د چک جمهوریت ولسمشر پیټر پاول او د کییف ښاروال ویتالي کلیتچکو پر اوکراین د روسیې د یرغل پر مهال د رسنیو په رول ویناوې کولې.

د چک راډیو په وینا، هکرانو د دې راډیو ټولې ویبپاڼې او همدارنګه د دې غونډې د دوو نورو تنظیم کوونکو ویبپاڼې راډیو ژورنال او iROZHLAS سټېشنونه غیر فعال کړل.

د چک د ولسمشر او د کییف د ښاروال ویناوې بیا د یوټیوب له لارې خپرې شوې.