د پاکستان د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د خپلو ملګرو د خوشې کولو لپاره پرلت دوام لري.
دغه پرلت د جون په نهمه په میرعلي کې پیل شوی و.
دې غورځنګ ویلي چې د جون پر ۱۹مه یې مخکښ مشر علي وزیر تر نیول کېدو وروسته د بنو زندان ته لېږدول شوی او له هغې مخکې یې څو نور مهم غړي هم نیول شوي دي.
پرلت ته پرون چهارشنبې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، که ملګري یې خوشې نه شي د اختر په ورځو کې به هم پرلت ته دوام ورکړي.
نوموړي ویلي: "په اختر کې به هم موږ مزاحمت کوو، دلته او یا په بل ځای کې، خو د دې وطن تر واک و اختیار او ښه ژونده پورې به دا مزاحمت جاري وي."
د پښتون ژغورنې د غورځنګ په وینا، پر علي وزیر تور پورې شوی چې په خپلو ويناو کې یې په خلکو کې د امنیتي ادارو پر ضد د کرکې خپرولو هڅه کړې ده.
خو غورځنګ دا تورونه رد کړي دي.