اوکرایني چارواکي: د بیا رغونې لپاره نږدې ۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده

د روسي ځواکونو له لوري د اوکراین په ماریپول کې د اوښتو زیانونو انځور

د اوکراین صدراعظم ډینیس شمیهال وایي، تمه لري چې د دې هېواد د بیا رغونې لپاره د نږدې اووه ميلیارد ډالره بسپنه یقیني کړي.

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ویلي، کییف د هغو پرژو لپاره چې کولای شي له جګړې وروسته پرمختګ او د دې هېواد له لا عصري کولو سره مرسته وکړي، مشخصو ژمنو ته اړتیا لري.

د اوکراین صدراعظم شمیهال پرون په لندن کې د اوکراین د بیا رغونې کنفرانس ته وویل، جګړې کییف له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د بیارغونې له یوې سترې پروژې سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په راتلونکو دولسو میاشتو کې به د بیا رغونې د چارو لپاره څه باندې ۶ ميلیارد ډالرو ته اړتیا وي.

هغه وروسته پر ټلېګرام ولیکل، دی تمه کوي چې وبه کړای شي، نږدې اووه ميلیارد ډالره یقیني کړي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا فون دیرلاین اعلان وکړ چې اروپایي ټولنه به اوکراین ته د ۲۰۲۴ نه تر ۲۰۲۷ کاله پورې پنځوس ميلیارد ایرو ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، اوکراین ته به ۱،۳ ميلیارده نوره بسپنه ورکړي.

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د درې ميلیارډ ډالرو په ګډون د یو شمېر اقداماتو اعلان وکړ چې له مخې یې د اضافي ضمانتونو له لارې اوکراین ته د نړیوال بانک د پور ورکولو امکانات برابرېږي.