د پاریس المپیک لوبو کې د افغانستان د لوبډلې ګډون تر پوښتنې لاندې راغی

ارشیف

د المپیک نړیوالې کمېټې پرون چهارشنبې ۲۰۲۴ کال د پاریس په المپیک لوبو کې د افغانستان د لوبډلې ګډون د طالبانو لخوا له سپورټ څخه د ښځو او نجونو د منع کېدو پر سر د مخ په زیاتېدونکي مایوسۍ له امله تر پوښتنې لاندې راوست.

د المپیک نړیواله کمېټه وايي، په افغانستان کې د سپورټ وضعیت د دوی د عملي اقداماتو لپاره د پرله‌پسې غوښتنو سره سره تر اوسه ډېر د اندېښنې وړ دی.

د المپیک نړیواله کمېټې د نورو هر ډول اقداماتو د کولو لپاره د خپل حق خبرداري ته په اشاره وویل چې د پاریس د المپیک په لوبو کې د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د پلاوي او لوبډلې د ګډون په اړه د ځانګړو جزییاتو په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

د المپیک نړیواله کمېټه کولای شي چې د افغانستان د المپک د ملي کمېټې ګډون په سپورټ کې د حکومت د مداخلې په خاطر وځنډوي او د دې هېواد لوبغاړو ته اجازه ورکړي چې د المپیک تر بیرغ او سرود لاندې د یوې خپلواکې لوبډلې په توګه ګډون وکړي.

دې کمېټې په ۲۰۱۶ کال د برازیل د ریودو جینرو د المپیک په لوبو کې د کویټ لوبغاړو لپاره ورته زمینه برابره کړې وه.