هالنډ کې يوه څلور زره کلنه لرغونې سيمه پېژندل شوې

د هالنډ یوه څنډه

په هالنډ کې يوه څلور زره کلنه لرغونې سيمه پېژندل شوې ده.

د هالنډ لرغون پېژندونکو له هغې لرغونې سیمې پرده پورته کړه چې، ویل کېږي ۴ زره کاله تاریخ لري.

په دغه ځای کې یو معبد او دغه راز یوه هدیره پيدا شې چې د شپېتو سړیو، ښځو او ماشومانو جسدونه په‌کې خښ دي.

دغه معبد د تییل ښار ته نږدې په یوه صنعتي سیمه کې موندل شوی دی.

لرغون پېژندونکو د دغه ځای د خټې او رنګ تر ارزونې وروسته ویلي، دایرې ته ورته دغه معبد څلور زره کاله پخوا جوړ شوی او له سمبولونو او نښو داسې ښکاري چې پخوانیو زمانو کې ترې د مهمو جشنونو لکه د غلې د حاصل د وخت او نورو جشنونو لپاره کار اخیستل کېده.

د دغې کړۍ یا دایرې قطر شل متره دی چې په تيږو پوښل شوی دی.

يادې سیمې ته نږدې کړۍ شکله څو نورو تپې هم پیدا شوي چې ۸۰۰ کاله پخوا له دغه ډول سیمو نه د انسانانو د خښېدو لپاره کار اخیستل کېده.

په دغې سیمه کې ۲۰۱۷ کال کې د لرغون پوهانو له‌خوا کېندنې پيل شوې.